یوناما یو ځل بیا افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

12 جوزا 1400 ساعت 9:09

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمېدو او جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمېدو او جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یونامان پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان سولې د پرمختګ لپاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی کم کړی شي.

دغه دفتر ویلي په افغانستان کې د ورانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملګي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې او دوی یې اندېښمن کړی دي.

سرچینه وايي، د راوانې اوونۍ په تېرو دریو ورځو کې په هلمند، کندهار، اروزګان، سرپل، پروان او کاپیسا کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل  او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په خبرپانه کې وسله وال طالبان او افغان ځواکونه دواړه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله تورن شوي او له دواړو خواوو یې غوښتې چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

یوناما ټینګار کړي، چې د سولې خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او باید د سولې د پرمختګ لپاره تاوتریخوالی کم کړی شي.

یوناما دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په کابل کې غبرګون چاودنو ۱۰ ملکي وګړي و وژل او ۱۲ نور یې تپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139358

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139358/

جمهور
  https://www.jomhornews.com