د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نور د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد دفاعي مسوولیت افغان دولت پر غاړه واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ژیلیس میچاو سره لیدنه کې کړې دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر امنیتي او سیاسي مسایلو خبرې کړې او ښاغلي صالح د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، نور د دې وخت رارسېدلي، چې د هېواد دفاعي مسوولیت افغان دولت پر غاړه واخلي.
هغه زیاته کړې«دا وخت رارسېدلي، چې افغان دولت د خپل حریم او خپلو خلکو څخه د کاملې دفاع مسوولیت پر خپله غاړه واخلي، موږ به په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ښاغلي صالح ته ډاډ ورکړي، چې له افغانستان سره به د دغه سازمان فعالیتونه او برنامې هېڅ ډول بدلون او ټکنی توب ونه کړي، بلکې دوام به ولري.
جمهورخبري اژانس:کابل