چین کې د افغانستان لوی سفیر جاوید احمد قایم په افغان سوله کې د چین رول رغنده او اغېزناک بولي وايي، دا هېواد کولی شي د سولې په برخه کې غېزناک رول ولوبوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي قایم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، افغان حکومت مذاکراتو ته ادامه ورکوي او ټولې دروازې یې د خبرو او مذاکراتو پر مخ پرانیستې دي.
خو به وینا یې په دې برخه کې د سیمې هېوادونو په تېره بیا د چین رول مهم دی او دغه هېواد کولی شي په افغان سوله کې رغنده او اغېزناک رول ولوبي.
افغان سفیر زیاته کړې، چې دوی د چین هڅو ته په درنه سترګه کوري، خو له دغه هېواد د لا ډېرو همکاریو تمه لري تر چې افغانستان کې دایمي سوله رامنځ ته شي او روانې جګړې ته د پای ټکي کېښودل شي.
سفیر جاوید احمد قایم ټينګار کړی، په افغانستان کې ثبات په اوسني عصر او راتلونکې کې د ټولې سیمې لپاره مهم او په ګټه یې دي، چې په قایمېدو سره یې پراخو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابرېدای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل