د ولسمشر لومړی مرستیال:

په تېرو ۵ میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودنو مخنیوی شوی دی

12 جوزا 1400 ساعت 11:45

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۵ میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودنو مخینوی کړی دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۵ میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودنو مخینوی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د دغه چاودنو عاملین وسله وال طالبان دي، چې کله د داعش نقاب اغوندي او په ښارونو کې د ملکي خلکو په موترو او ټکسیو کې ماینونه ږدي.

نوموړي د چاودنو د مخنیوي برخه کې له خلکو د همکاري غوښتنه کړي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکار پاتې شي.

ښاغلي صالح خلکو ته په خطاب کې ویلي« په ښاري موټرو او ټکسیو کې چې کله مو له څنګ څخه څوک ښکته کېږي، پام وکړۍ چې کوم شی موټر کې ځای پر ځای نه کړي.»

دی وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودنو مخینوی شوی، چې د یو شمېر هغو عاملین نیول شوي او زندان کې پراته دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال له محکمې هم مننه کړې، چې د یو شمېر چاودنو د عاملینو پر وړاندې یې کوټلی ګام اخیستی او د اعدام حکم یې پرې صادر کړی دی.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په کابل کې په دوه کاسټر موټرو چاودنو کې ۱۰ تنه ملکیان و وژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وایي، په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي، جګړو او چاودنو له امله ۲۸۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواښني ښودلې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی، چې د جګړې پر ځای خبرو اترو ته مخه کړي او اوربند وکړي.

دغه ادارې ویلي افغانستان کې د سولې د پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي کمول او اروبند اړین کار دی ځکه ټول افغانان اوربند غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com