ننګرهار کې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

12 جوزا 1400 ساعت 12:28

ننګرهار ولایت کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو او سرچینو په وینا ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


ننګرهار ولایت کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو او سرچینو په وینا ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړي راپورونه وايي، چاودنه نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بارګینو سیمه کې شوې ده.

راپورنه وايي، چاودنه د صفر دوه ځواکونو په موټریز کاروان شوېو چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

خو د ننګرهار د دولتي روغتون ویاند ګلزاده سنګر ویلي د پېښې له ځایه ورته د ملکیانو دوه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې یو په کې نظامي عسکر او نور عام وګړي دي.
 
د ننګرهار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې مسوولیت چا اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 139373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com