۰
ملي دفاع وزرات:

 بلخ کې د طالبانو د سرې قعطې ۱۱ غړي وژل شوي او هرات کې یې یو نیول شوی

چهارشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۶
امنیتي چارواکي وايي، بلخ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي او هرات ولایت کې د یادې ډلې د سرې قطعې یو قوماندان نیول شوی دی.
 بلخ کې د طالبانو د سرې قعطې ۱۱ غړي وژل شوي او هرات کې یې یو نیول شوی
امنیتي چارواکي وايي، بلخ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي او هرات ولایت کې د یادې ډلې د سرې قطعې یو قوماندان نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له دفاع وزرات نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ دولت آباد ولسوالۍ کلېنیک اړوند سیمه کې طالبان په نښه کړي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو د سرې قعطې ۱۱ غړي وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.
 
 
بل خوا د هرات پولیسو ویلي د طالبانو د سرې قطعې یو مهم غړی، چې په ګڼو تخریبي اعمالو کې ښکېل و د هرات په کهسان ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

سرچینې ویلي، دغه کس په یوه جګړه کې ټپي او بهر ته د درملنې لپاره وړل شوی و، چې پرون د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي