امریکا تېر کال افغانستان کې ۲۰ تنه ملکي افغانان وژلي

13 جوزا 1400 ساعت 11:25

د امریکا دفاع وزارت تایید کړې، چې ځواکونو یې تېر کال افغانستان کې ۲۸ تنه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د امریکا دفاع وزارت تایید کړې، چې ځواکونو یې تېر کال افغانستان کې ۲۸ تنه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې پنټاګون دغه اقرار کانګرېس ته په یوه لېږلي راپور کې کړی ویلي یې دي، تېر کال د امریکا له لوري ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې له ډلې یې ۲۰ تنه په افغانستان کې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې همدا تېر کال پنځه تنه ملکیان د امریکایي ځواکونو له خوا ټپیان شوي هم دي.

د امریکا دفاع وزرات ویلي، دا ملکیان په تېرونې یا سهوي توګه د امریکايي ځواکونو له خوا وژل شوي او تپیان شوي دي.

په ورته وخت د اېیر ورز په نوم یوې غیر دولتی رسنۍ ویلي، امریکا تېر کال ټوله نړۍ کې ۱۰۲ ملکیان وژلي دي.

سرچینې دا راپور د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس ورکړی وايي، ځواکونو یوازې په افغانستان کې ۸۹ ملکیان وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com