د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

طالب مشران پر سوله باور نه لري، د جګړې له لارې واک ته رسېدل غواړي

13 جوزا 1400 ساعت 13:24

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویلي، طالب مشران پر سوله باور نه لري او هڅه کوي، چې زور له لارې ځان واک ته ورسوي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویلي، طالب مشران پر سوله باور نه لري او هڅه کوي، چې زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې، چې پرون چهارشنبې خپور شوی راغلي، طالبان همدې لپاره هدفي وژنې پیل کړې تر څو د افغانستان دولت او مدني ټولنې کمزورې کړي.

په راپور کې د اکثریت هدفي وژنو مسوولیت پر طالبانو اچول شوی وايي، د دغه ډلې له خوا افغان حکومت ته ګواښ زیات شوی او دغه ډلې له القاعده سره هم اړیکې نه دي پرېکړې.

دغه شورا ویلي، سره له دې چې د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي، طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پرې کوړلو ژمنه کړې خو دواړو ډلو داسې هېڅ نښه نه ده ښوولې چې په خپل منځ کې دې یې اړیکې شلولې وي.

دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالب مشرانو یوه لویه برخه د سولې له پروسې سره هېڅ لېوالتیا نه لری، بلکې مخالف یې دي.

په راپور کې د طالبانو د دوه مرستیالانو ملا یعقوب عمري او سراج الدین حقاني نوم اخستل شوی، چې د سولې مخالفت کوي او د جګړې له لارې د حل لارې ملاتړ کوي.

راپور زیاتوي، حقاني د طالبانو په منځ کې د غښتلې ډلې حقاني شبکې مشر هم دی چې د طالبانو په منځ کې نیمه خپلواکه ډله ده.

د ملګروملتو د څارونکې ډلې په راپور کې ویل شوي چې طالبان تر پخوا زړه ور شوي او اوس یې ډېر تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو دی.

په دې راپور کې د طالبانو د عوایدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دا ډله د کال د ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پیسې له کانونو څخه او همدومره نورې له مخدرو موادو ترلاسه کوي.

د ملګروملتو دا ډله، چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د څارلو مسوولیت لري، وايي که ضروري اقدامات ونه شی، ممکن دا ډله بیا واک ته ورسېږي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139422

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139422/

جمهور
  https://www.jomhornews.com