۰
ستانکزی:

افغانستان کې د جګړې دوام به د سیمې او نړۍ لپاره منفي پایلې ولري

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۱
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام به د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.
افغانستان کې د جګړې دوام به د سیمې او نړۍ لپاره منفي پایلې ولري
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام به د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره کتنه کې کړې دي.

نوموړي له نیکلاسن سره سره د افغانستان پر سیاسي حالاتو، د تاوتریخوالي او جګړې پر شدت، سولې او اوربند خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ مشروعيت نه لري او د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د سولې او امنيت رامنځته کول د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب دی.

د هغه په وینا د جمهوریت پلاوی د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتوالی لري او له مقابل لوري هم غواړي، چې په دې برخه کې د افغانستان خلکو ته خپله جدي اراده وښيي.

ستانکزي خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالی دوام به د سيمې او نړۍ هېوادنو لپاره هم منفي پايلې ولري.

د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي رییس ټینګار کړی، چې د ملي او نړيوالې اجماع پياړي کول يې د مذاکراتو پروسې د بريا لپار مهم شرط ياد کړ.

دی وايي، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمیر غړي دا مهال د خبرو پرمخ بیولو لپاره قطر کې دي او ددې پلاوي نور غړي به هم په نږدې راتلونکي کې قطر هېواد ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې ښاغلي نیکلاسن ویلي، اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.

نوموړي افغانستان کې روانو جګړو او تاوتریخوالي زیاتیدو ته په اشارې سره، په دواړو خواوو د مذاکراتو په ګړنديتوب ټینګار وکړ.

ده زیاته کړې، اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او دوی د سولې خبرو پرمختګ څرنګوالی له نږدې څاري،

د اروپايي ټولنې استازي ویلي، په خبرو کې د پام وړ پایلو ترلاسه کول به له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاریو په پیاوړتیا او دوام مثبت اغیز ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي