د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دوی سره د افغان ژباړونکو د وېزو بهیر یې چټک کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزرات ویاند نېډ پرایس ویلي، دوی به دغه پروګرام ته نور امکانات هم زیات کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې د دې وېزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کارکوونکو شمېر هم ډېری شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یواځې په تېره میاشت ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه شوې ده.
د پرایس په وینا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل