امریکا د افغان ژپاړونکو د وېزې بهیر چټک کړی

15 جوزا 1400 ساعت 7:32

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دوی سره د افغان ژباړونکو د وېزو بهیر یې چټک کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له دوی سره د افغان ژباړونکو د وېزو بهیر یې چټک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزرات ویاند نېډ پرایس ویلي، دوی به دغه پروګرام ته نور امکانات هم زیات کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې د دې وېزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کارکوونکو شمېر هم ډېری شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یواځې په تېره میاشت ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودیجې غوښتنه شوې ده.

د پرایس په وینا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com