۰

امریکا له افغانستان سره ۲۶۶ میلیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه

شنبی ۱۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۹
امریکا له افغانستان سره د بشري همکاریو لپاره د ۲۶۶ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
امریکا له افغانستان سره ۲۶۶ میلیون ډالره بشري مرسته اعلان کړه
امریکا له افغانستان سره د بشري همکاریو لپاره د ۲۶۶ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اعلان پرون جمعه د غبرګولي ۱۴ مه د امریکا له خوا شوی دی.
 
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) وايي، دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.

سرچینه زیاتوي، په دې مرسته کې ۱۵۷ ملیون ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۰ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ ملیون ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په وینا د مرستې دا اعلان له افغانستان او افغانانو سره د متحدو ایالتونو د تلپاتې مشارکت دوام دی.

دغه اداره زیاتوي، له دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو اندازه ۳ ملیارده او ۹۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي