۰
عمران خان:

اسلام آباد نور افغانستان کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې نه دی

شنبی ۱۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۱
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې او اسلام آباد نور کابل کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې نه دی.
اسلام آباد نور افغانستان کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې نه دی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې او اسلام آباد نور کابل کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت پرون جمعه د غبرګولي ۱۴ مه یوه خبرپانه کې د عمران خان له قوله ویلي، د ده حکومت نور په کابل کې د دوست حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.

عمران خان ویلي، د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي.

هغه زیاته کړې«د پاکستان پخوانۍ پالیسي دا وه، کله چې وېره وه چې که په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق غوښتنه کوله ځکه چې پاکستان نه غوښتل چې د دښمن افغانستان او دښمن افغانستان ترمنځ چخڼي شي، نو دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه. زما حکومت احساس کوي چې دا زړه پالیسي ده او نور نه چلېږي. موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، پر پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور دی چې طالبانو او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې، په ۱۹۹۶ کې یې واک ته د هغو له رسولو سره مرسته وکړه او حتي د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو پر ضد په جګړه کې یې له هغو سره مرسته وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د افغانستان سوله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ډېر تړاو لري چې د روغې جوړې لار هواره کړي او د نورو وینو بهیونو مخه ونیسي.

دی وايي، اوس ستونزه دا ده چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او له دې سره طالبان داسې احساس کوي چې دوی جګړه ګټلې ده.

د هغه په وینا دا چې دوی (طالبان) دا احساس کوي چې جګړه یې ګټلې، ګرانه ده چې د خبرو مېز ته حاضر شي او سیاسي روغه جوړه ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي