اروپايي ټولنې یو ځل بیا افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

15 جوزا 1400 ساعت 8:09

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس نېکلسن ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس نېکلسن ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپانه کې د توماس نېکلسن له قوله وایي، د سولې مذاکرات باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روانې جګړې زیات زیان ملکیانو ته اوړي.

هغه دا هم ویلي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د پاتې کېدو هوډ لري او له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د اروپايي ټولنې د استازي په وینا  د دې کار د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې د سولې پروسه پرمختګ وکړي او جګړې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139447

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139447/

جمهور
  https://www.jomhornews.com