افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو څخه د کرونا د مخنیوي لپاره مرسته غوښتې

15 جوزا 1400 ساعت 8:47

 افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هېواد کې د کرونا ویروس زیاتېدو ته په اشارې ویلي افغان دولت او ولس تمه لري، چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه په دې پړاو کې هم خپلې مرستې او ملاتړ ونه سپموي.


 افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هېواد کې د کرونا ویروس زیاتېدو ته په اشارې ویلي افغان دولت او ولس تمه لري، چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه په دې پړاو کې هم خپلې مرستې او ملاتړ ونه سپموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ګاونډیو او سیمې هېوادونو کې له دیپلوماتیکو استازو سره ویډويي کنفرانس کې هغوی ته سپارښتنه کړې، چې د عاجلو روغتیایي مرستو په جلب کې لاس په کار شي.
 
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې د افغانستان ټول سیاسي دیپلوماتیک استازي باید له کوربه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د بېړني اکسیجن او روغتیایي وسایلو په برابرو کې په تماس کې شي او د اقداماتو غوښتنه ترې وکړي.

ښاغلي اتمر د کرونا په لومړي او دویم پړاو کې د دوستو هېوادونو له مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، افغان دولت او ولس تمه لري، چې دغه هېوادونه د کرونا په درېیم پړاو کې هم خپل ملاتړ پرېنږدي.

د بهرنیو چارو وزیر په روغتیايي برخه کې اړتیاو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال اکسیجن، د اکسیجن تولید ماشنینو، ټانکر او سلنډورونو ته د اکسیجن د لېږد په خاطر اړتیا لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د روغتیايي چارواکو په وینا د کرونا درېیمه څپه افغانستان کې مخ په زیاتېدو ده.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې که خلک د کرونا درېیمه څپه جدي ونه نیسي او پاملرنه ونه کړي نور درانه ځاني او مالي زیانونه به واړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com