دفاع وزرات: زابل کې مو ۶۰ طالبان وژلي او ۳۳ ټپیان دي

15 جوزا 1400 ساعت 9:18

ملي دفاع وزرات زابل ولایت کې د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څه کم سل وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات زابل ولایت کې د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څه کم سل وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن شنبې د غبرګولي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د زابل ولایت شینکۍ او شاجوی ولسوالیو کې د طالبانو پر پتڼخایونو او غونډو بریدونه کړي.

ملي دفاع وزرات وایي، په دغه ځمکنیو او هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د وزرات په خبرپاڼه کې ویل شوي، عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه سولې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com