د کرون د درېیمې څپې په شدت سره امریکا پتیلې، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د یو شمېر هېوادونو سره د کرونا ضد واکسین مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا حکومت په یوه تازه اعلان کې ویلي، چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته ۸۰ میلیون ډوز نور واکسین هم ورکړي.
د سرچینې په وینا د یوه ځانګړي پلان له مخې به د دغو ۸۰ میلیون ډوز واکسین څخه ۲۵ میلیونه هغه سیمو ته ورکول کېږي، چې واکسین ته ډېر ضرورت لري.
د سرچینې په وینا، له دغې ډلې څخه به یې شاوخوا اووه میلیونه دوزه اسیا ته ورکول کیږي چې افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هند، سريلانکا، اندونیزیا، لاوس، مالیزیا، مالدیف، نیپا، پاپوانیوګیني، د پاسفیک ټاپوګان، فلپین، تایوان، تایلنډ او ویتنام په کې شامل دي.
د امریکا حکومت دغه راز زیاته کړی چې د امریکا د دغو اتیا میلیونه دوزه واکسین څخه به ۱۹ میلیونه دوزه د کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو ته ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کورونا وبا دریېمه څپه په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او هره ورځ ترې لسګونه کسان خپل ژوند بایلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو د کرونا د درېیمې څپې د مهار په برخه کې له افغان ولس او دولت سره د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل