۰

افغانستان او ترکمنستان پر ګډو اقتصادي پروژو خبرې کوي

شنبی ۱۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۵
ټاکل شوې افغان او تاجګ چارواکي د افغانستان او ترکمنستان د ګډو بنسټیزو اقتصادي او سوداګریزه پروژو په اړه خبرې اترې وکړي.
افغانستان او ترکمنستان پر ګډو اقتصادي پروژو خبرې کوي
ټاکل شوې افغان او تاجګ چارواکي د افغانستان او ترکمنستان د ګډو بنسټیزو اقتصادي او سوداګریزه پروژو په اړه خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه پلاوی په مشرۍ د هېواد لوېدیځ هرات ولایت ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب په یوه غږیز پیغام کې رسنیو ته ویلي، ښاغلی اتمر به د دواړو هېوادونو د سکتوري بنسټونو د مسوولینو په غونده کې ګډون وکړي.

د هغه په وینا په دې ناسته کې به دواړه لوري د زیربنايي پروژ، سوداګرۍ، ترانسپورټ د ژر تر ژره تطبیق او پراختیا او د انرژۍ د انتقال ترڅنګ د تپ او تاپي پروژې په اړه بحثونه وکړي.

په ورته وخت د هرات ولایت چارواکو ویلي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د یوه پلاوی په مشرۍ په دغه ناسته کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته رسېدلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې به د همکاریو تړونونه، د ترانسپورټي او سوداګریزو پروژو د قراردادونو توافقنامې هم لاسلیک شي.

افغان چارواکي د افغانستان او ترکمنستان چارواکو ترمنځ دغه غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ځانګړي ډول په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهمه بولي.

باید و ویل شي، چې افغانستان او ترکمنستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هدف ستراتیژیک تړون دوه کاله مخکي لاسلیک کړ.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ تر دا مهاله د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او انرژۍ په برخه کې پروژې پرانیستل شوې دي.

تاپي هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ له لویو او مهمو پروژو څخه ده چې به ۱۳۹۶ کال په هرات ولایت کې پرانیستل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي