د دوه امنیه قوماندانو په ګډون ۸ پولیس وژل شوي دي

15 جوزا 1400 ساعت 14:59

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د دوه امنیه قوماندانو په ګډون ۸ پولیس د وسله والو طالبانو به ډلیز برید کې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د دوه امنیه قوماندانو په ګډون ۸ پولیس د وسله والو طالبانو به ډلیز برید کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بغلان د پولیسو ویاند جاوید احمد بشارت وايي، طالبانو تېره شپه په جلګې او برکي ولسوالیو بریدونه کړي وو.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د یادو ولسوالیو د امنیه قوماندانانو حق بین او ګلبدین غفوري په ګډون ۸ پولیس وژل شوي دي.

دی وايي، په نښته کې ۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي، پنځه ټپیان او یو پولیس لادرکه شوی، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139471

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139471/

جمهور
  https://www.jomhornews.com