۰

قریشي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته! ژبه د کنټرول کړه

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړه، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره یې اړیکې پرېکړې دي.
قریشي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ته! ژبه د کنټرول کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړه، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره یې اړیکې پرېکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له ښاغلي محب سره یې اړیکې د هغه د وروستیو څرګندونو له امله پرې کړې دي.

نوموړي د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ښاغلي حمدالله محب وروستۍ څرګندونې پارونکې او د سولې پروسې تخریبوونکې وبللې.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد کې د غیر رسمی لارې کابل ته و ویل، چې دوی به وروسته له دې له محب سره رسمي غړیکې ونه لري.

قریشي ښاغلي محب ته په خطاب کې ویلي«د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه درته وایم، هېڅ پاکستانۍ به تر هغې خبرې درسره ونه کړی او لاس به د ټینګ نه کړي تر څو دې د پاکستان پر وړاندې بده ژبه بنده کړې نه وي.»
 
د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا حمدالله محب له اختر وروسته ننګرهار ته د سفر پر مهال هلته په یوه غونده کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي محب و ویل، پاکستان طالبانو ته پتځایونه، زورنه او ملاتړ ورکوي، له افغانستان سر دوګونه چلند کي، خپل ملک کې پښتنو او بلوچانو ته حق نه ورکړي.

تر دې وروسته د پاکستان ځینو سرچینو راپور ورکړ، چې د همدې خبرو له امله پاکستان د محب سره اړیکې پرېکړې دي.

خو ښاغلي محب کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول کابل ته څه نه دي ویلي شوي، خو که و ویل شي، ځواب به یې ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دا هم و ویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ کله هم اړیکې ښې نه وې او کوم اغېز به ونه لري.

د هغه په وینا په لوګر، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې بریدونو د ښو اړیکو په مانا نه دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړې وه، چې پاکستان د دې پر ځای چې له ده سره اړیکې پرېکړي، د ترهګرو ډلو سره یې د پرېکړي او په خپله خاوره کې د ځای نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي