۰

د کرونا د زیاتېدو له امله ملکي مامورین دوه اوونۍ رخصت شول

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۹
هېواد کې د کرونا درېیمې څپې له زیاتېدو سره سم افغان حکومت د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین د دوه اونیو لپاره رخصت کړي دي.
د کرونا د زیاتېدو له امله ملکي مامورین دوه اوونۍ رخصت شول
هېواد کې د کرونا درېیمې څپې له زیاتېدو سره سم افغان حکومت د ملکي خدماتو لوړ عمره مامورین د دوه اونیو لپاره رخصت کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکومت وایي، د کرونا وبا د پراختیا له امله یې د ملکي مامورینو په کاري رژیم کې بدلون راوستی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون اعلامیه وايي، د کرونا وبا د خطرونو د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز په کاري رژیم کې تغیر راوستی دی.

د نوي پلان له مخې د ملکي خدماتو هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۵ کلونو لوړ وي او یا د سرطان، شکر او زړه په ناروغیو اخته وي، د دوو اونیو لپاره رخصت دي.

عامې روغتیا وزارت بیا ویلي چې دوی د دغه وبا د مخنیوي لپاره د لا ډېرو احتیاطي اقداماتو پلان لري او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي چې ددوی سپارښتنې عملي کړي.

د یادونې ده، چې عامې روغتیا وزارت اوونۍ وړاندې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې هم ټول پوهنتونونه، ښوونځي او د زده کړو مرکزونه د دوه اونیو لپاره وتړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي