د ملګرو ملتونو یوه پلاوي د افغان سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره دوحه کې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو او افغان سولې د مرکچي پلایو لیدنه پرون شنبې د غبرګولي ۱۵ مه شوې ده.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د یوناما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي.
یوناما په یوه خبرپانه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.
اغلې لاینز په دې ناسته کې زیاته کړې، په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او د دې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي.
نوموړې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې او ژمنه یې تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.
د ملګرو ملتونو پلاوی په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره ګوري، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د یوه پلاوي په مشرۍ د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به افغان حکومت، دوحه کې د مرکچي پلاویو او یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره وګوري او پر افغان سوله به خبرې ورسره وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل