کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

16 جوزا 1400 ساعت 12:12

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه سهار مهال د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس څلور لاري کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چاودنه د سړک د غاړې ماین له امله وه، چې درې ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې چاودنه د ملکي وګړو په یوه کرولا موټر شوې او درې واړه ټپیان د درمنلې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com