ننګرهار کې درې مېرمنې وژل شوې دي

16 جوزا 1400 ساعت 13:26

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې درې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې چې یوه یې مور او دوه یې لوڼې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې درې مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې چې یوه یې مور او دوه یې لوڼې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۱۵ مه ماښام مهال د جلال آباد ښار د اومې ناحیې په چکنور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د وژل شویو مېرمنو عمرونه د ۲۵ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، چې یوه پکې مور او دوه یې لوڼې دي.

دی وايي، د پېښې لامل کورنۍ ستونزې دي خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت د مومند درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خپل پلار د خسر په همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې په چاړه حلال کړی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 139504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com