صالح:

د سولې فرصت نه ضایع کېږي، نړیوالو د تعاملاتو نوی باب پرانستلی

16 جوزا 1400 ساعت 13:37

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نړیواله ټولنه له افغان سولې سره بشپړه همکاري لري او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کېږي.


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نړیواله ټولنه له افغان سولې سره بشپړه همکاري لري او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د ملي شورا له یو شمېر غړو سره لیدنه کې زیاته کړې، چې د افغان حکومت او نړیوالو تر منځ د اړیکو او سیاسي تعاملاتو نوی باب پرانستل شوی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د سولې لپاره د نړیوالو په همکارۍ بې مخینې فرصت رامنځ ته شوی، چې په هېڅ صورت به ضایع نه کړل شي.

دی وايي، افغان ځواکونه په ټولو سیمو کې د هېواد دفاع ته تیار دي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هر ډول مقاومت وړتیا لري.

ښاغلي صالح تمه ښودلې، چې د سولې خبرې به یوې پایلې ته ورسېږي او د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له پرون راهیسې یو ځل بیا د سولې خبرو لپاره حرکتونه پیل شوي دي.

تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره دوحه کې لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

له دې سره سم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یو ځل بیا د سولې لپاره کابل او د سیمې هېوادونو ته تازه سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد او ورسره امریکايي پلاوی به له افغان چارواکو او د سیمې هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com