۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ سوه زیات طالبانو ته مرګ ژوله اوښتې

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۵
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې له ۲۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ سوه زیات طالبانو ته مرګ ژوله اوښتې
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې له ۲۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو ننګرهار، لغمان، وردګ، لوګر، پکتیکا، دایکنډي، زابل، بادعیس، هرات، غور، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او عملیات کړي دی.

خبرپانه وايي، په دغه عملیاتو او نښتو کې ۱۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزرات د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي