۰

د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګی شوی

یکشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۸
راپورونه وايي، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا موټر بم ځانمرګی برید شوی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګی شوی
راپورونه وايي، د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ د طالبانو له خوا موټر بم ځانمرګی برید شوی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید څه باندې دوه بجې د یوه موټر په واسطه شوی او لومړني راپورونه وايي، وروسته وسله وال برید هم شوی دی.

ځینې راپورونه وايي، په دغه موټر بم برید کې تر ۱۵ تنه وژل شوي خو دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي برید دوی کړی او په کې یې ګڼو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فاریاب قیصار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ هم لومړی د هاموي موټر په واسطه ځانمرګی او وروسته ډلیز برید شوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي ویلي، د طالبانو په برید کې د پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور طالبانو برمته کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي