ګردېز کې چاودنې څلور ملکي کسان وژلي دي

16 جوزا 1400 ساعت 15:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه ښځو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د دوه ښځو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه د مرکز ګردېز ښار اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې شوې ده.

د پکتیا امنیه قومانداني وايي، ماین طالبانو د سړک د غاړې خښ شوي و چې په چاودنه کې یې دوه مېرمنې او دوه نارینه وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو د پېښې مسوولیت پر طالبانو اچولي خو طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139513

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com