ولسمشر غني له خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي دي

16 جوزا 1400 ساعت 15:51

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ورسره امریکايي پلاوی کابل ته رارسېدلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ورسره امریکايي پلاوی کابل ته رارسېدلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه له غرمې مخکې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د بین الوزارتي پلاوی سره ارګ کې کتلي دي.

سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا، د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو پر دوام، امنیتي او دفاعي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
 
امریکايي پلاوي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحده ایالاتو د ۳.۳ میلیارد کلنۍ مرستې یادونې سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړ، اقتصادي او بشري حقونو برخه کې د همکاریو او مرستو څخه ډاډ ورکړ.

دغه پلاوي ویلي، دوی د یوه خپلواک، یو موټي، بې پرې، دیموکراتیک او سوله ییز افغانستان غوښتونکي او په دې برخه کې هڅه کوي، چې د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوڼې خوندي وساتل شي.

ارګ وايي، د لیدنې په پای کې دواړو لورو د همکاریو په پراختیا، د سیاسي، اقتصادي، دیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچینه وايي، د له امریکایي پلاوی سره به د افغان ځواکونو د ملاتړ او د بشري حقونو او اقتصاد په برخه کې د همکاریو او مرستو په اړه راتلونکې کې هم بحثونه دوام ولري.

په ورته وخت کې سپېدار هم ویلي، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم له خلیلزاد او وسره پلاوي سره لیدنه کړې ده.

عبدالله هم له خلیلزاد او امریکايي پلاوي سره د افغان سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې، له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ، په سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو برخو کې د اړیکو په پراختیا او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

سپدار د خلیلزاد له قوله ویلي، چې امریکا له افغانستان سره د ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

خلیزاد دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان د سولې پروسې څخه هم پرېکنده ملاتړ کوي او دغه سولې د رامنځ ته کېدو لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع په لټه کې ده.

نوموړي د افغان سیاسیون او خلکو تر منځ د یووالي څخه هم ملاتړ کړی ویلي یې دي، چې د سیاسیون، چارواکو او خلکو یووالی کولی شي، د سولې پروسه کې د افغانستان ځای قوي کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوی ویلي، نور وخت د دې دی، چې د جګړې ښکېلې غاړې تاوتریخوالی کم کړي، جګړه ودروي او د سولې مانا او پایلې لرونکې خبرې اترې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com