سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کندهار کې د استیناف محکمې یو کارکوونکی په غلکچي برید کې وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه کندهار ښار کې رامنځ ته شوې ده.
وژل شوی قاضي محمد فیاض نومېږي او پرون ماښام په داسې حال کې، چې له جومات څخه راوتلی د ناپېژانده وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.
تر اوسه د قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی او رسمي سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل