د ناټو سرمنشي:

د ځواکونو له ایستلو سره سره د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوو

18 جوزا 1400 ساعت 9:36


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان به له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې د امریکا له دفاع وزیر لوید آسټن سره د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګونو کې په یوه کډه خبري ناسته کې کړې دي.

په دغه خبري ناسته کې د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ، چې دغه سازمان له هېواده بهر د افغان ځواکونو د رونې په اړه کار کوي تر څو دا زمینه برابر شي.

نوموړي ویلي«موږ به د افغان ځواکونو لپاره د بودجې برابرولو، بهر کې د زده کړو او روزنې او بنسټیزه ځایونو لکه د کابل هوايي ډګر ساتنې څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د هغه په وینا په تېرو کلونو کې ناټو توانېدلې، چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او د دې جوګه شي، چې د خپل هېواد امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي.

په دغه خبري ناسته کې د امریکا دفاع وزیر و ویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ په ښه توګه روانه ده او امریکا به دې برخه کې له خپلو غوڅ ملاتړ ماموریت له شریکانو سره هم مرسته کوي.

باید و ویل شي، چې د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پروسه باندې هم خبرې کړط دي.

د ناټو او امریکا مشران پر داسې مهال د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې تازه امریکا د افغان ځواکونو لپاره په ۲۰۲۲ کې د ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

له دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات هم د افغانستان سره د مرستې په خاطر تر ۳ سوه میلیونه زیات ډالرو مرستې وړاندیز کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 139574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com