د پوهنتونونو او ښوونځيو قرنطین دوه اوونۍ نور وغځېده

18 جوزا 1400 ساعت 10:27

عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې یې د پوهنتونونو، ښوونځیو او تعلمي مرکزونو قرنطین د دوه نورو اونیو لپاره غځولی دی.


عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې یې د پوهنتونونو، ښوونځیو او تعلمي مرکزونو قرنطین د دوه نورو اونیو لپاره غځولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه ویلي، دغه ګام یې هېواد کې د کرونا د درېیمې څپې په زیاتېدو سره اخیستی دی.

د عامې روغتی وزارت مرستیال ویاند عمثمان طاهري وايي، د غبرګولي له ۲۲ مې وروسته د دوه نورو اونیو لپاره به هم په ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه، ښوونځي او ټول تعلیمي مرکزونه تړلي وي.

کابل، وردګ، غزنی، لوګر، پکتیا، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، کندوز، بلخ، بدخشان، کندهار، هلمند او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې قطرنطین په کې تمدید شوی دی.
 
د دې تر څنګ طاهري وايي، ټول ورزشي ځایونه، حوضونه او د ودونو هوټلونه به هم په یادو ولایتونو کې د دوه اونیو لپاره تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې حکومت د ملکي خدماتو هغه مامورین هم د دوه اونیو لپاره رخصت کړل، چې عمرونه یې له ۵۰ پورته وو.

د عامې روغتیا وزارت دا ګام پر داسې مهال اخلي، چې په دې وروستیو کې د کرونا درېیمه څپه ورځې تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

د کرونا د زیاتېدو سره مړینه هم زیاته شوې او دغه راز په روغتونو کې د بسترونو او اکسیجن کمبود هم رامنځ ته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139577

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139577/

جمهور
  https://www.jomhornews.com