۰

افغان ځواکونو پکتیا کې یو پاکستانۍ طالب نیولی دی

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۹
پوځي چارواکي وايي، افغان سرحدي ځواکونو پکتیا ولایت کې یو پاکستانۍ طالب چې د ورنکارو فعالیتونو لپاره رالېږل شوی و، نیولی دی.
افغان ځواکونو پکتیا کې یو پاکستانۍ طالب نیولی دی
پوځي چارواکي وايي، افغان سرحدي ځواکونو پکتیا ولایت کې یو پاکستانۍ طالب چې د ورنکارو فعالیتونو لپاره رالېږل شوی و، نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پاکستانی طالب پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ په مقبلو دره کې د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو وايي، نیول شوی پاکستانی عظیم اختر نومېږي او د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د مانسهرې اوسېدونکی دی.

سرچینه وايي، عظیم اختر په اردو ژبه خبرې کوي او په خپل اعتراف کې یې ویلي چې شپږ‌ کاله یې پاکستان کې تروریستي زده کړې ترلاسه کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې له افغان ځواکونو سره د جګړې او دلته د وران کاره فعالیتونو لپاره د یوې ۱۶ کسېزې ډلې په ترکیب کې را استول شوی دی.

که څه هم افغان ځواکونو په وار وار په جګړو کې پاکستاني طالبان ان ویل کېږي د پوځ کسان یې نیولي خو پاکستان هر ځل دا ادعا رد کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي