۰

پنټاګون:د افغان هوايي ځواکونو سره مرستې جاري ساتو

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۸
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی به د افغانستان له هوايي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.
پنټاګون:د افغان هوايي ځواکونو سره مرستې جاري ساتو
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی به د افغانستان له هوايي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، په همدې اړه پنټاګون کې له دغه ځواکونو سره د دوامداره مرستې د څرنګوالي په اړه بحثونه روان دي.

نوموړي پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه خبریالانو ته و ویل، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مکنزي او همکاران یې په دې اړه کار کوي چې څنګه په راتلونکې کې افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو د ساتلو او مراقبت په ګډون د دغو ځواکونو سره همکاري وشي.

دی وايي، تر دې دمه دا پرېکړې بشپړې شوې نه دي خو جدي کار پرې روان دی او جزیات یې تر اوسه خپاره شوي نه دي.

کربي زیاته کړې، د الوتکو د ښې ساتنې او مواظبت مسئلې ته متوجه دي او پوهېږي چې دا مسئله له ځان څخه د دفاع په برخه کې او په ځینو ځانګړو عملیاتو کې د افغان ځواکونو لپاره څومره ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد هم و ویل، چې د امریکايي ځواکونوله وتلو وروسته هم که اړتیا شوه شاید بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو مرسته وکړي، خو جزیات یې ورنه کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي