۰

پاکستان: امریکا پوځې اډې غواړي خو موږ به خپلو ګټو ته ګورو

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۰
له هغې وروسته چې لوړ پوړو امریکايي چارواکو له پاکستان سره د پوځي اډو په اړه د ګټورو خبرو څخه پرده پورته کړه، پاکستاني چارواکو هم تایید کړه، چې امریکا پوخي اډې ترې غواړي.
پاکستان: امریکا پوځې اډې غواړي خو موږ به خپلو ګټو ته ګورو
له هغې وروسته چې لوړ پوړو امریکايي چارواکو له پاکستان سره د پوځي اډو په اړه د ګټورو خبرو څخه پرده پورته کړه، پاکستاني چارواکو هم تایید کړه، چې امریکا پوخي اډې ترې غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو په وینا یې دوی خپلو ګټو ته ګوري.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي،، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري.

بل خوا قریشي دا هم ویلي، پاکستان په افغانسان کې امن ته لیواله دی او غواړي چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د سولې پروسه هم پرمختګ ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، اوس ټوله نړۍ دې نتیجې ته رسېدلې ده چې پاکستان د افغان کشالې نه بلکې د دغې کشالې د حل یوه مهمه برخه ده.

قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت او ان ګڼ شمېر هېوادونه وايي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل دی او دغه هېواد له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي