د امریکا ولسمشر:

له پاکستانه غواړم چې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره جدي اقدامات وکړي

19 جوزا 1400 ساعت 8:57

له ولسمشر کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن په لومړي ځل پر پاکستان غږی کړي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې جدي اقدامات وکړي.


له ولسمشر کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن په لومړي ځل پر پاکستان غږی کړي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن دغه څرګندونې په هغه لیک کې کړې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې کانګرس ته لېږلی دی.

نوموړي په دغه لیک کې ویلي، امریکا به له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د ترهګرۍ له ګواښونو سترګې پټې نه کړي، بلکې پر وړاندې به یې مبارزه جاري وساتي.

بایډن ټينګار کړي، چې امریکا به په سیمه کې د ترورېزم د بیا راپوروته کېدو د مخنیوي لپاره د مبارزې خپل ټولې وړتیاوې له سره تنظیم کړي.

دغه راز د امریکا ولسمشر ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو د امریکا ملاتړ به دوام ولري او دغه راز به واشنګټن په افغانستان کې خپلې بشري او انکشافي مرستې وساتي.

ولسمشر بایډن په دې لیک کې په ټینګار سره ویلي، چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ تر سره کېږي په ټينګه ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، دی د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او ډېرې کړي.

د امریکا ولسمشر له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو پرېکړې ته په اشارې سره په دغه لیک کې ویلي، امریکا هغه څه چې غوښتل یې افغانستان کې تر لاسه کړي، تر لاسه یې کړل.

خو ټينګار یې کړي، چې له افغانستان په وتلو سره به د ترهګرۍ پر ګواښونو سترګې پتې نه کړي، بلکې د بیا راپورته کېدو د مخینوي لپاره به یې خپلې ټولې وړتیاوې وکاروي او په سیمه کې به د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نوي تنظیمات وکړي.

دغه راز د امریکا ولسمشر په دغه لیک کې خبرداری ورکړی، اجازه به ورنه کړي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون د ښکېلو غاړو ترمنځ په چنې وهلو واوړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، امریکا ته د ترهګرۍ د نه ګواښ په اړه باید افغان حکومت او طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې دواړه واشنګټن ته ځواب ویوونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139612

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139612/

جمهور
  https://www.jomhornews.com