د امریکا دفاع وزارت:نور له افغانستان د سرتېرو ایستلو جزیات نه خپرو

19 جوزا 1400 ساعت 9:43

د امریکا دفاع وزارت وايي، له دې وروسته به د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ ډول معلومات نه خپروي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، له دې وروسته به د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ ډول معلومات نه خپروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستلو بهیر په سیمه توګه مخ ته روان دی.

نوموړي ویلي، شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګڼ امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی.

خو په وینا یې له دې وروسته د امنیتي او استخباراتي مسایلو له امله د سرتېرو د ایستلو جزیات هم له رسنیو سره نه شريکوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ټينګار کړی، چې د سرتېرو د ایستلو د بهیر امنیت په سمه توګه تامین دی او ټول اړین تدابیر لا هم پر خپل ځای دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي و، چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایتسلو بهیر ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com