۰

تر اوږده ځنډ وروسته د جمهوریت او طالبانو پلاوي پر سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۱
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو تر منځ له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا ناسته شوې او پر سوله یې بحث کړی دی.
تر اوږده ځنډ وروسته د جمهوریت او طالبانو پلاوي پر سوله خبرې کړې دي
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو تر منځ له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا ناسته شوې او پر سوله یې بحث کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه لوري وايي، دغه ناسته وړم ماښام (د غبرګولي ۱۸ مه) شوې او په کې دواړو لورو د مذاکراتو پر چټکتیا او دوام هوکړه کړې ده.

ځینې سرچینې وايي، په دغه ناسته کې د اوربند او سیاسي جوړجاړي په شاه موضوعاتو هم هوکړه شوې، چې د خبرو اجنډا به وي.

د جمهوریت او طالبانو د پلاویو ویاندویان تاییدوي، چې د پلاویو د مشرانو او یو شمېر غړو تر منځ ناسته شوې او په کې د مذاکراتو پر چټکتیا، دوام او اجنډا په موضوعاتو خبرې او هوکړې شوې دي.

دواړه لوري پر داسې مهال ناسته کوي، چې ملګروملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا له دواړو لورو غوښتي، چې خبرې چټکې او پایلې لرونکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل او سیمې ته سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد کابل کې له ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا، پخواني ولسمشر او یو شمېر نورو سیاسیون سره کتلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

تمه کېږي، چې خلیلزاد به دوحې ته هم ولاړ شي او هلته به د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره هم پر سوله خبرې وکړي.

د سولې خبرې یو ځل بیا پر داسې مهال تودېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغان سولې او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او دوام به ورکړي.

بایډن د سیمې په ځانګړي ډول د پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان سولې او ثبات په برخه کې جدي او کوټلي ګامونه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي