د ملي امنیت ریاست امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سادات پر خپله ټوېټر پانه د استعفا خبر ورکړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جنرال خوشحال سادات کابو ۳ میاشتې وړاندې د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه وټاکل شو، چې وروسته ډېر ژر د همدې ریاست امنیتي مرستیال وټاکل شو.
خو ویل کېږي جنرال سادات له دغه تبدیلي سره موافق نه و نو ځکه یې استعفا ورکړې ده.
بل خوا ویل کېږي اباسین بریال د جنرال سادات پر ځای د ملي امنیت ریاست امنیتي مرستیال ټاکل شوی دی.
په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې ولسي جرګه کې د خوست ولایت استازی او پخوانی د کمپاین ځواکونو قوماندان د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل