افغان ځواکونو د بادغیس له جوند ولسوالۍ هم وتلي دي

20 جوزا 1400 ساعت 7:48

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان ځواکونه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ هم تکتیکي شاتګ کړی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان ځواکونه د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ هم تکتیکي شاتګ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي، ولسوالۍ د طالبانو د ګواښونو زیاتوالي او د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر پرېښودل شوې ده.

دی وايي، له دغې ولسوالۍ د خلکو له وتلو روسته افغان ځواکونو ته هم د تکتیکي شاتګ امر شوی دی.

د والي په وینا جوند ته په غځېدلو لارو کې د ماینونو د ګواښ له امله دغه ولسوالي له شاوخوا درېیو کلونو راهیسي په اقتصادي محاصره کې وه.

خو د بادغیس د والي په وینا افغان کومانډو ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

طالبانو ویلي، جوند ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده او افغان ځواکونو ته یې د درنې مرګ ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې.

دغې ډلې ویلي چې په جوند کې یې زیاته اندازه وسلې، مهمات او وسایط هم نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139629

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139629/

جمهور
  https://www.jomhornews.com