ولسمشرغني:

طالبان هغه کسان وژني چې د خلکو ژوند ژغوري

20 جوزا 1400 ساعت 7:56

 ارګ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ستر بشري جنایت بللی دی.


 ارګ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ستر بشري جنایت بللی دی.

د ارګ خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې وسله والو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام بېګاه شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې یو شمېر کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي د ماین پاکانو، د خیریه موسسو، ښوونځيو، جوماتونو، ښوونکو او محصلینو په نښه کېدل بشري ضد جنایت بللی دی.

ولسمشر ویلي، طالب ډله ځکه په ټول هېواد کې ماین پاکان په نښه کوي چې هغوی لویې لارې، کروندې او کلي له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکوي او په دې توګه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي سبب ګرځي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ بغلان ولایت کې نامعلومه وسله والو کسانو د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۰ تنه ماین پاکان په ډزو و وژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139630

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139630/

جمهور
  https://www.jomhornews.com