۰

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ناټو له استازي سره پر سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۱
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره د ناټو د مرستو پر دوام خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ناټو له استازي سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره د ناټو د مرستو پر دوام خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا وايي، د غوندې پرمهال د ناټو له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر عملي ګامونو خبرې وشوې.

ناټو ژمنه کړې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې د دې تړون ټول ځواکونه له افغانستانه وځي د همکارۍ یوه نوي پړاو ته به داخله شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي و، چې د پوځي حضور له پای ته رسېدو سره به خپل ملکي حضور ته په افغانستان کې ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په بهر کې د افغان ځواکونو د روزنې پر لارو چارو به غور وکړي او د افغانستان د یو شمېر مهمو تاسیساتو په ساتلو کې به له افغان لوري سره مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي