۰

لوګر کې یو خبریال وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۳
لوګر کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې یو ځايي خبریال وژل شوی دی.
لوګر کې یو خبریال وژل شوی دی
لوګر کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې یو ځايي خبریال وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د لوګر مرکز پل علم اړند کلنګار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

وژل شوی خبریال حفیظ الله حقپرست نومېږي او هغه مهال و وژل شو، چې په خپله ځمکه کې په کرکیله بوخت وو.

د حقپرست د کورنۍ غړي وایي، دلته د افغان ځواکونو او طالبانو نښته وه، چې یوه مرمۍ یې په لاس او سینه ولګېده او ووژل شو.

تر اوسه دقیق نه ده معلومه، چې حقپرست د افغان ځواکونو او که د طالبانو په مرمۍ لګېدلی، خو د کورنیوچارو وزارت وايي، دغه خبریال طالبانو وژلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې حقپرست په یوه داسې سیمه کې وژل شوی، چېرته چې وسله وال طالبان ډېر حضور لري او په خبره یې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې حقپرست وسله والو طالبانو وژلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حقپرست که د هر لوري په مرمۍ لګېدلی خو وژل شوی دی او ځايي خبریالان د عدالت غوښتنې په ترڅ کې وايي، د حقپرست قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي