کرونا، ۵۶ تنه وژلي او ۱۸۲۲ نورې پرې اخته شوي

20 جوزا 1400 ساعت 14:54

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، له پرون راهیسې د کرونا له امله ۵۶ کسان مړه شوي او ۴۰۹ نور بیا روغ شوي دي.

د وزارت په وینا تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۷ زره او ۷۱۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳۴۱۲ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي وو، چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې کورونا وبا لا پراختیا ومومي.

هغه له هېوادوالو غوښتي وو،چې د دغه ویروس د دریېمې او خطرناکې څپې د پراخېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139657

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139657/

جمهور
  https://www.jomhornews.com