۰

طالبانو له ترکیې هم وغوښتل چې خپل ځواکونه وباسي

شنبی ۲۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
وسله والو طالبانو له ترکیې هم غوښتي، چې د نورو بهرنیو ځواکونو سره سم دې دوی هم له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
طالبانو له ترکیې هم وغوښتل چې خپل ځواکونه وباسي
وسله والو طالبانو له ترکیې هم غوښتي، چې د نورو بهرنیو ځواکونو سره سم دې دوی هم له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو وروسته له هغې دا غوښتنه کړې، چې ترکیې ویلي چمتو ده، چې د ناټو او امریکا په همکارۍ د کابل د هوايي ډګر مسوولیت واخلي او افغانستان کې پاتې شي.

د ترکیې دفاع وزیر ویلي و وضعیت ته په کتو ترکیې په پام کې لري، چې افغانستان کې پاتې شي خو به وینا یې د دغه پاتې کېدو لپاره یو لړ شرایط شته.

د هغه په وینا که چېرته د دوی سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ وشي او همدا شرایط ومنل شي نو ترکیه چمتو ده، چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې شي.

ناټو هم ویلي دوی د کابل د هوایي ډګر د فعالیت جاري ساتلولپاره بودیجې چمتو کولو کې مرسته کوي او دغه راز د امریکا دفاع وزارت هم ویلي، دوی په دې اړه خبرې کوي.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې ترکیې ته به دغه مسوولیت وسپارل شي که نه خو طالبانو ویلي، ترکي ځواکونه هم باید د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې توافقنامې په اساس افغانستان پرېږدي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین زیاته کړې، ترکیه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې د ناټو ځواکونو غړې وه او له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د شوې توافقنامې په اساس باید له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده، چې ترکیه دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري چې ټول یې د د افغانستان پوځ په روزلو اخته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي