۰

د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو هوايي، ملاتړ ستونزمن دی

شنبی ۲۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو هوايي، ملاتړ ستونزمن دی
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي، د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټین د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او یا د افغانستان د نورو سترو ښارونو د سقوط په صورت کې ایا امریکا افغان ځواکونو ته هوایي ملاتړ برابروي او که نه.

اسټن سناتورانو ته ویلي، د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول به ډېر ستونزمن وي.

دی وايي، اوس امریکایي پوځیان د هوایي ګزمو او نظارتي ماموریت لپاره کشفي الوتکې د فارس په خلیج کې د الوتکه لېږدونکو کښتیو او د خلیج د هېوادونو څخه افغانستان ته لېږي.

څو ورځې وړاندې لوړ پوړو امریکايي چارواکو و ویل، چې که چېرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د کابل او نورو لویو ښارونو د نیولو خطر پېښ کړی دوی به هوايي بریدونه و ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي