۰

د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري ومړ

شنبی ۲۲ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۲
د کابل پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري ومړ
د کابل پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هارون حکیمي نن شنبې د غبرګولي ۲۲ مه پر خپله فسبوک پاڼه د پوهاند باوري د مړینې خبر ورکړی دی.

ښاغلي حکیمي ویلي، پوهاند استاد محمد رسول باوري نن د یوې سختې ناروغۍ له امله ساه ورکړې او په وینا یې مړینه یې د ټول افغان ملت لپاره غمیزه او ستره ضایعه ده.

نوموړي زیاته کړې، استاد باوري استاد تر نیمه پېړۍ زیات عُمر د ښووني، لیکني او رهبري له لاري د افغان ملت د نسلونو د پوهاوي او ملت جوړوني د روایتونو په ملاتړ کي تېر کړ.

د هغه په وینا په شلمه پېړې کي د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمي پېړې ښاغلي باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره درلود.

د اطلاعاتو کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني هم د محروم باوري په مړینه خواشني ښودلې وايي، پوهاند باوري د افغانستان د بې وزله هیواد یو داسي استعداد وو چي حقیقتاً به یې په څو لسیزو کي تشه ډکه نه شي.
 
نوموړي زیاته کړې پوهاند باوري د خپل پاک او سپېڅلي ژوند په اوږدو کي، په لرغون پېژندنه کي په عمومي صورت او د افغانستان د لرغونو آثارو په باب داسي کتابونه او مضامین ولیکل چي د افغانستان منورین به یې هر وخت د هر کتاب جلا جلا پوروړي وي.

د ښاغلي جهاني په وینا پوهاند باوري څه کم څلور کاله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د فرهنګي معین په توګه، په پوره پاکي او ایمانداري کار وکړ او هلته یې هم داسي نوم پرېښود چي د یوه عالم او ستر سړي سره ښايي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي