ناټو به خپله سرمشریزه کې د افغانستان په اړه هم بحث ولري

22 جوزا 1400 ساعت 13:21

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو په سرمشریزه کې به د نورو مضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم بحث وشي.


د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو په سرمشریزه کې به د نورو مضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم بحث وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمشریزه دوه ورځې وروسته د روان جون میاشتې ۱۴ مه بروکسل کې جوړېږي.

د ناټو سرمنشي پرون جمعه بروکسل کې خبریالانو د یوه خبري کنفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور پای ته رسېږي خو له افغان ځواکونو او خلکو یې ملاتړ دوام مومي.

ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه وځي، چې له دې سره هم مهاله جګړه هم توده شوې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com