ملګري ملتونه:

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو

23 جوزا 1400 ساعت 8:37

ملګرو ملتونو افغانستان کې پر روان وضعت او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو هر اړخیزه هڅو ته دوام ورکوي.


ملګرو ملتونو افغانستان کې پر روان وضعت او تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو هر اړخیزه هڅو ته دوام ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال ځانګړي استازي د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

دواړو لورو پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي،  اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.

نوموړي زیاته کړې، ټول د دې غوښتونکي دي، چې ژر تر ژره جګړې کمې شي او یو دایمي اوربند رامنځ ته شي.

ده ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره ختمې شي.

بل خوا ښاغلي اتمر هم د سولې په راتګ کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مرسته او همکاري اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سولې د راوستو لپاره دې خپل فشارونه ډېر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com