۰

د انګلستان او پاکستان لومړي وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې

یکشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د انګلستان او پاکستان لومړي وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر راپورونه وايي، جانسون او خان په دغه تلېفوني اړیکه کې د افغان سولې تر څنګ په ځینو نورو اړونده مسایلو هم خبرې کړې دی.

د برېتانیا لومړي وزیر ویلي، په سیمه کې د سولې تامین د ټولو ګډ مسوولیت دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري ډېره کړي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی، نو د دې جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.

پاکستاني رسنۍ وايي، عمران خان ویلي، دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ دي او به دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

عمران خان څو ورځې وړاندې هم زیاته کړې وه، چې پاکستان نور د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې او کابل کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې نه دی.

که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار ورته څرګندونې کړې، خو افغان حکومت او افغانان پرې باور نه لري وايي، پاکستان د افغان سولې په برخه کې دوه ګونۍ چلند کوي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي، پاکستان په وار وار دغه ډول څرګندونې کړې، خو افغانان یې عملي اقدام ته په تمه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي